د کابل ښار په جوی شیر سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی. په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو د دغه برید پخلی کړی، خو له کبله یې د دوی عسکرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. عیني شاهدان وايي په برید کې یو شمېر ملکیان ټپیان شوي هم دي، خو حکومتي سرچینو یې د شمېر په اړه څه نه دي ویلي. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او بهرنیو ځواکونو ته یې د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کړې ده.