د امریکا دفاع وزارت وايي په کندوز کې د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د برید د قربانیانو کورنیو ته غرامت ورکوي. د پنټاګون ویاند پیټر کوک په یوه اعلامیه کې ویلي هغو کسانو ته چې په دغه برید کې ټپیان شوي او د هغو نورو کورنیو ته به چې وژل شوي پیسې ورکړي. کوک زیاته کړې چې تر اوسه د دغو پیسو اندازه معلومه نه ده. نوموړي دغه راز یادونه کړې چې د پنټاګون لپاره د نړېدلي روغتون جوړېدل هم مهم دي.