ولسمشر ولادي میرپوتین وايي په سوریه کې د هوايي بریدونو موخه یې د بشارلاسد د مشروع حکومت تثبیت دی. نوموړي د روسیې له دولتي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي د هوايي بریدونو له لارې غواړي په سوریه کې د سیاسي خبرو زمینه برابره کړي. پوتین زیاته کړې له اسد څخه د روسیې له ملاتړ پرته دا وېره موجوده وه چې سوریه د ده په وینا ترهګر ونیسي. نوموړي هغه راپورونه هم رد کړي چې ګنې روسیه د لوېدیځ په وینا یوازې منځلاري مخالفین په نښه کوي.