عراقي ځواکونو د ابوبکر البغدادي د موټرو پر کاروان برید کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65145
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-12

د عراق پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې د دغه هېواد ځواکونو د داعش د مشر ابوبکر البغدادي د موټرو پر کاروان په انبار ولایت کې برید کړی دی. د خبر پاڼې په وينا دا بريد په داسې حال کې شوی چې بغدادي له يو لړ قوماندانو سره د کتنې لپاره د کربلا ته روان و. په خبر پاڼه کې راغلي پوځ هغه کور چې ابوبکر بغدادي په کې له قوماندانو سره ليدل هم بمبار کړی دی. د عراق پوځ وايي په دغه هوايي بريدونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې يو شمېر مشران وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي. دوی وايي د دې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي په اړه نور معلومات نشته خو ويل کېږي چې د موټر په واسطه له سيمې لېږدول شوی دی.