د ترکیې د هوايي ځواک الوتکو پرون د ګرستان د کارګر ګوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي. دغه ګام یوازې یوه ورځ وروسته له دې پورته شوی چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې ځانمرګی برید وشو. د پرون په هوايي بریدونو کې د ترکیې په ختیځ او د عراق په شمال کې د ګردانو مرکزونه په نښه شوي دي. د ترکیې د پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هوايي بریدونو کې د عراق په شمال کې د متینا او ژپ په سیمو کې د پي کې کې مورچل او وسله تونونه ویچاړ شوي دي.