بي بي سي د ځینو سرچینو له قوله ویلي طالبان د ځوانانو پر جذب او روزنه بوخت دي، چې داعش سره د مبارزې لپاره یو نوی ځواک ترې جوړ کړي. سرچینې ویلي په ځینو سیمو کې د ولسوالۍ په کچه د دغه ځواک جوړښت رامنځته شوی او ځینو هغو کې د درو لپاره دغه تشکیل ورکړل شوی دی. ویل کېږی، چې دغه نوي طالب ځواک ته د نورو طالب وسله والو پرتله ډېرامکانات ورکول کېږي. د وسله والو طالبانو ویاند هم د دغه ځواک جوړېدل منلي دي.