د ترکیې لومړی وزیر احمد داوود اوغلو وايي داعش هغه ډله ده چې په پلازمېنه انقره کې د شنبې ورځې د چاودنو تر ټولو ډېر شک ورباندې کېږي. تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی، خو د ترکیې حکومت په دې باور دی، چې بریدګر دوه سړي وو، چې د ځانمرګو بریدونو کولو شک پرې کېږي. په رسمي توګه دغو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۹۷ کسه ښوول کېږي، خو په لاریون کې د یوې مهمې شاملې ډلې مسوولین دغه شمېر ۱۲۸ کسان ښيي. د ترکیې لومړي وزیر داوود اغلو د چاودنو هدف پر راتلونکو ټاکنو اغیز کول دي، چې د نوامبر میاشتې په لومړۍ نېټه به ترسره کېږي.