په کابل کې په وروستیو دوو کلونو کې د قیمتي ډبرو او تزییني توکو بازار سوړ شوی او د ځینو قیمتي ډبرو بیې ان ۸۱ په سلو کې راټیتې شوې دي.
د بي بي سي د راپور له مخې د کابل ښار د انتیک فروشۍ د کوڅې چې د قیمتي ډبرو او تزییني توکو سلګونه هټۍ په کې موقعیت لري، د تېر په پرتله بازار خورا سوړ شوی دی.
د قیمتي ډبرو پلورونکي وايي، چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته د قیمتي ډبرو صادرات محدود شوي او دا کار د دې لامل شو چې عرضه ډېره او تقاضا کمه شي.
د شیرین اغا په نوم یو هټیوال وايي، هغه یو کیلو قیمتي ډبرې چې مخکې به یې له ۷۰۰ تر ۸۰۰ ډالرو پورې خرڅولې، اوس په ۱۵۰ ډالره یې هم څوک نه اخلي.
سره له دې چې دغه قیمتي ډبرې په کابل کې پالش او پروسس کېږي او له دې څخه ټول جوړېدونکي محصولات په هېواد کې تولیدېږي، خو نا امني او د بازار سوړوالی سبب شوی چې سوداګر پر تزییني توکو د قیمتي ډبرو د بدلولو لپاره د چین او پاکستان بازارونو ته مخه کړي.
د کابل د انتیک فروشۍ کوڅې یو تن پلورونکی زرګرزاده وايي چې د بازار د خرابوالي له امله مجبور شو چې خپل یو شمېر کارکوونکي ځواب کړي او هغه کارونه چې مخکې یې دلته په کابل کې ترسره کول، اوس یې بهر ته لېږي.
دی وايي چې د خپلو کارکوونکو امنیت یې نه شوای خوندي کولی او همدارنګه هغه معاش چې هغوی غوښته، له ورکولو یې عاجز و.
دغه راز زلمی خیرزاد چې مخکې یې د حکاکۍ یوه لویه کار خانه درلوده، په وروستیو کې مجبور شو چې دغه کار خانه پر یوه کوچني دوکان بدله کړي.
هغه وايي چې مخکې به یې هره ورځ د یاقوتو شاوخوا ۱۰۰ غمي جوړول، خو اوس له څلور تنه کارګرو سره ایله د ورځې لس یا څلور غمي جوړوي.
د کابل د نوي ښار د انتیک فروشۍ په کوڅه کې د سړک دواړو خواوو ته د لرغونو اثارو او انتیک وسایلو شاوخوا ۳۵۰۰ هټۍ شتون لري.
د افغانستان د لاسي صنایعو عمده محصولات لکه غالۍ، څرمن، حکاکي، افغاني جامې او له قیمتي ډبرو جوړ توکي په همدې کوڅه کې پلورل کېږي.
په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته دغه ځای پر ګڼه ګوڼې ډک بازار بدل شو.
افغانستان ته د سلګونه زره بهرنیو ځواکونو، د نړیوالو موسسو او بهرنیو سیلانیانو په راتګ سره دغه بازار خورا وده وکړه.
تر ۲۰۰۷ میلادي کال پورې چې امنیتي وضعیت په کابل کې نسبتاً ښه و، دغه کوڅه د بهرنیانو لپاره د سیل او خرڅلاو ګرم بازار و.
محمد اکبر سمندري چې کلونه کېږي په دې کوڅه کې ژوند کوي، وايي چې په ۲۰۰۷ کال کې په کابل کې تر خونړیو بریدونو وروسته چې د کورنیو چارو وزارت هم دلته موقعیت لري، د کوڅې دواړو خواوو ته امنیتي کمربندونه جوړ شول.
له همدې امله کوڅه د موټرو د تګ راتګ پر مخ وتړل شوه او بهرنیو په ځانګړې توګه د سفارت کارکوونکو په دې کوڅه کې له موټر پرته د پلي ګرځېدو اجازه نه لرله.
په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، دغه بازار یوازې افغانانو ته پاتې شو چې له همدې امله د تزییني توکو او قیمتي ډبرو بازار کابو اتیا په سلو کې رالوېدلی دی.
د انتیک فروشۍ کوڅه چې د «کوچه مرغها» په نوم هم مشهوره ده، له تېرو دوو کلونو راهیسې د ژوند بد وضعیت تجربه کوي.
سمندري وايي:«که دولت د عتیقه فروشۍ کوڅې ته پاملرنه ونه کړي، د انتیک فروشۍ ځایونه به رستورانتونه او د جوسو دوکانونه ونیسي.»
د دې ځای هټیوال د کابل د نورو سیمو په پرتله، دولت ته ډېره مالیه هم ورکوي.