امریکایي ځواکونه په پکتیا کې لوېدلې الوتکه خپله نه بولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65162
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-13

د پکتيا امنيتي مسوولين وايي، په دې ولايت کې د امريکايي ځواکونو د يوې الوتکې له نسکورېدو خبر شوي، خو په اړه يې کره معلومات نه لري.د دې ولايت امنيه قومندان پاسوال زلمی اورياخېل، وایی، هغه ځای چې احتمال کېږي امريکايي الوتکه به په کې راغورځېدلې وي، ناامنه او غرنۍ سيمه ده.له بلې خوا د سيمې خلک وايي، چې د امريکايي چورلکې ټوټې يې ليدلې، چې تیر ماښام راغورځېدلې ده.د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ د کوه سين سيمې يوه اوسېدونکی سيدالله وويل، چې له ماښام راهيسې امريکايي الوتکې په ياده سيمه باندې الوتنې کوي.وسله وال طالبان بيا وايي، چې تیر مازيګر کابو پنځه بجې يې د پکتيا د سيد کرم ولسوالۍ په کوه سين سيمه کې يوه جنګي الوتکه رانسکور کړې ده.خو په کابل کې د ناټو ځواکونو د روزنې ماموريت (غوڅ ملاتړ) مطبوعاتي دفتر ویلي، چې د دوى کومه الوتکه نه ده غورځېدلې او نه هم په دې اړه کوم راپور لري.