وسله والو طالبانوویلي چې له کندوزه خپل ځواکونه د دې لپاره باسي چې نور ملکیان ونه وژل شي.طالبانو په عین حال کې ویلي چې د هیواد په نورو برخو کې به جګړې ته زور ورکړي.د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد دا خبره رسنیو ته په استولي برېښنالیک کې کړې په همدې حال کېد کندوز امنیه قومندان په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو د کندوز – شېرخان بندر او کندوز- امام صاحب لویې لارې پرانستي او اوس په چهادره ولسوالۍ او ګورتېپه کې د طالبانو پر وړاندې په تصفیوي عملیاتو بوخت دي.