د کابل د خاکجبار ولسوالۍ چارواکي وايي، د ملي اردو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې درې د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي.د خاکجبار ولسوال عبدالباري عارض، وايي چې تیره ورځ د دې ولسوالۍ اړوند د خوردکابل چينې ته څېرمه سيمه کې د ملي اردو پر رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.ده زياته کړه، په دې پېښه کې د ملي اردو دوه افسران او يو سرتېرى وژل شوي او يو بل ټپي دى.د سيمې اوسیدونکي هم وايي چې د ملي اردو سرتېرو له يادې چينې څخه اوبه وړې، چې له مخکې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.