حامد کرزی: روانه ترهګري له دين او مذهب سره هېڅ تړاو نه لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65165
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-13

په کابل کې د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر غړي يوسف ساها ویلي چې حامد کرزي دغه څرګندونې وړم ماخوستن د متحده عربي اماراتو په ابو ظبۍ ښار کې د (ترهګري او له ترهګرۍ سره د روانې مبارزې اغېزې پر اسلامي هېوادونو) تر عنوان لاندې يوه کنفرانس ته وکړې.دغه کنفرانس د متحده عربي اماراتو د ستراتيژيکو مطالعاتو او څېړنو د مرکز له خوا په لاره اچول شوى و.پخواني ولسمشر په اسلامي نړۍ کې د روان تاوتريخوالي، جګړو او ترهګرۍ پېښو ته په اشارې سره وويل چې په اسلامي نړۍ کې له تېرو څو کلونو راهيسې بېلابېل ډول تجربې تکرار شوې دي. کرزي ويلي چې اسلام ژوند او کلتور ته ډېره پاملرنه کوي او د هنر، ادبياتو، ساينس، طب او نورو برخو کې يې ډېر پرمختګونه کړي دي.کرزي زياته کړې: ((په افغانستان کې تېرې بدمرغۍ د بهرنيو يرغلونو، مداخلو، پردي نظرياتو او په دې سيمه کې د سخت دريځي د خپرولو له امله رامنځته شوې او په افغانستان کې يې د سولې او پرمختګ پر وړاندې ستونزې جوړې کړې او له منځه يې يووړل.))