دیکتاتوري، یواځنۍ د حل لاره‏

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65170
عزیز باور
دخبریدو نیټه : 2015-10-14

د یو ځوان په صفت ډېره راته سخته ده چې ووایم په هیواد کې د ناوړه حلاتو د پایته رسیدو او رښتني ملي یووالي د راتګ لپاره دیکتاتور نظام ښه بدیل دی.
په لومړي سر کې غواړم د افغانستان د ډیموکراسۍ په څه کم یوه نیمه لسیزه رڼا واچوم تر څو د کاذیبي ډیموکراسي ناوړه پایلي روښانه شي، او همدا رنګه وګورو چې څرنګه قومي او سمتي اختلافات دې نقطي ته ورسیدل چې د هیواد بشپړتیا او نړیوال ارزښت له ننګونو سره مخ کړې او په دې توګه د دیکتاتور نظام د راتګ لپاره جدي اړتیا ولیدل شي:
افغانستان له څو لسیو را په دیخوا د جنجالونو،کورنیو جګړو،قومي او سمتي اختلافاتو او په ټوله کې د غم او درد شاهد دی، د دې ناخوالو په عواملو بحث کول به بې ځایه وي، ځکه د افغانستان ټول خلک سیاستوال،پوهان،دهقانان،محصلین ځوانان..په دې پوهږي چې د دې ناخوالو اصلي لاملونه څه دي، په ټوله کې زموږ د رهبرانو قدرت غوښتنه او د قدرت د تر لاسه کولو لپاره داسې لاره غوره کول چې د سیاسې بقا لپاره د هیواد او ملت په هویت لوبه وکړې او دې موخې ته د رسیدو لپاره قومي، مذهبي او سمتي اختلافاتو ته لمن ووهي دردونکي دي.
په افغانستان کې د داوود خان د نظام له را پرزیدو سره سم د روسي لاسپوڅي حکومت په راتګ سره د اسلام پالو له لوري مبارزه پیل شوه چې د عربي هیوادونو په شمول غرب هم پراخې مرستې ورسره پیل کړې، البته په دې کې هر هیواد خپلې ګټې سنجولي، غرب د خپل ستر رقیب او دنړۍ سوپر ځواک روسیې پر وړاندې له سره تېر او عقیده وي جنګیالي پیداکړل چې د روس په مقابل کې ورڅخه ښه ګټه پورته کړي، عربي هیوادونو د غرب د ملګرتیا او په اسیا کې د روسیې له ځان غوښتونکې او استعماري سیاست سره د مبارزې په موخه خپل ټول امکانات د اسلام پالو د مادي او معنوي سمبالتیا لپاره په کار واچول، خو پاکستان چې نوی زیږېدلی هیواد وو او له خپل ستر رقیب (هندوستان) سره په سختو اختلافاتو کې ګیر و، په نړیواله سطحه منزوی او په ملي کچه یې سیاسي حالت کړکیچن و، خو په افغانستان کې د جهاد له پیل کیدو سره سم دې هیواد ته د اسلامي نړۍ او غرب توجه ور واوښته چې پاکستان ښه ګټه ترې پورته کړه.
کله چې د افغانستان جهاد زور ونیود او نړۍ په دې فکر شوه چې د روسي اتحاد ماتې ممکنه ده نو د پاکستان له لارې یې خپلې مرستې نورې هم ګړندۍ کړې، پاکستان چې ولیدل د یو جنجالي او له ننګونو ډک ګاونډي په و جود کې یې څومره ګټې دې، په دې لټه کې شو چې افغانستان د تل لپاره په همدې حالت کې وساتي تر څو له یوې خوا د ډیورنډ مسئله په خپل ځای پاتې شي او له بلې خوا د اقتصادې بازار په توګه ګټه ورڅخه واخلي همدا رنګه پاکستان پوهیدو چې د افغانستان ټروریسټ ساتل به په نړیواله کچه د پاکستان ارزښت ژوندی وساتي.
خو دا کار د پاکستان لپاره ډېر اسانه و، ځکه د مجاهدینو رهبران ټول د پاکستان له لارې تمویلیدل او هر رهبر هڅه کوله د پاکستان له رهبري او په ځانګړې توګه د پاکستان له پوځي استخباراتو سره نږدې او ښې اړیکې ولري تر څو د هغوی لخوا ډېر امکانات تر لاسه کړي، په دې توګه پاکستان کوشش وکړ چې هغه عناصر ډېر پیاوړي کړې چې د دوی لپاره په راتلونکي کې ډېر کار وکړای شي او په دې سره یې د افغانستان راتلونکۍ دومره کړکیچن کړ چې اوس یې د رغولو هیلې د خوبونو تعبېر ګڼل کېږي.
بیا له مجاهدینو وروسته د طالبانو راتګ د افغانستان په خلکو کې هیلې را وټوکولې خو بد بختانه هغه څه چې د خلکو تمه وه ونه شول، جنګ بیا هم دوام وکړ او دخلکو اقتصاد لا د خرابیدو خواته روان و، له سختو حلاتو څخه په تېریدو سره هیواد ته د غرب توجه ور وا وښته، کله چې د طالبانو نظام د غربي اتلاف لخوا ونړول شو، یو ځل بیا د افغانستان په خلکو کې دا هیله را پیدا شو ه چې اوس نو هیواد په نړیواله کچه ملاتړ لري او دنړۍ ستر لوبغاړي یې تر شا ولاړ دي، خو بدبختانه د بون په کنفرانس کې د غربي استعمار بد نیت ثابت شو چې لومړی ګام یې د افغانستان په سیاست کې په مکاري کیښود، دوی د افغانستان د سیاست او ټولنیز جوړښت په اړه پوره معلومات درلودل او د افغانستان تاریخ یې مخې ته پروت و چې څرنګه کړکیچونه منځ ته راغلي، د بن په کنفرانس کې یې داسي کابینه جوړه کړه چې له هیڅ راز منطق سره یې اړخ نه لګاوو، ځکه نه په تخنیکي او علمي لحاظ د کابیني غړې د دې وړ و چې وزیران شي او نه هم د افغانستان د ټولنیز جوړښت پر بنسټ عادلانه کابینه وه، په ټوله کې واک یوې مشخصي جنګې ډلي ته وسپارل شو، شاید غربیانو په دې سره داسي انګیرلې وه چې همدا د قدرت لیونۍ چنګي ډله به د تل لپاره د دوی هر راز غوښتنو ته لبیک و وایې او په قدرت کې د پاتې کیدو لپاره به دوی په افغانستان کې د استعماري افکارو د پلي کولو لپاره ښه چوپړ وکړي، غربي استعمار ګرو ته معلومه وه چې د دې کابیني لپاره باید داسي یو مشر وټاکي چې هم د افغانستان د خلکو په منځ کې تاریخي دود ژوندی وساتي او هم د خلکو په سترګو کې خاوري ودوړه وي، چې په دې توګه یې حامد کرزی د افغانستان ولسمشر وټاکل او په افغانستان کې یې د ۶ میاشتو لپاره د ده تر مشرۍ لاندي موقته اداره رامنځ ته کړه.
د کرزي د شخصیت په اړه باید ووایم چې نیک مشر او په وطن مین انسان و، خو هغسي چې باید د هیواد لپاره یې کار وکړي متآسفانه کار یې ونکړ او یایې شاید و نه شوای کړای.
د موقتي اداري په راتلو سره هیواد ته بي ساري نړیوالي مرستي را شروع شوي، تر یوي اندازي کارونه هم ښه و، خو دا اداره د ترکیب له لحاظه ډیره غیر عادلانه وه، همدا راز د مؤقتي اداري لوړ پوړو چارواکو په داسي فساد لاس پوري کړ چې ساری یې شاید په نړۍ کې نه وي لیدل شوی او و به هم نه لیدل شي، په دې کې زه حامد کرزی پړ نه بولم ځکه هغه تقریبا تشریفاتي رول درلود او کابینه په یوه غږ د ده پر وړاندي ولاړه وه ځکه ټول وزیران د یوه فکر او یوه حزب خلک و.
له مؤقتي اداري وروسته انتقالي اداره هم پر همدي منوال روانه وه، په لومړۍ انتخابي دوره کې حلات نسبي ښه شول خو بیا هم د قدرت انحصار د یوي مشخصي ډلې په لاس کې و، دوی د حکومت له پیله داسي کارونه وکړل چې د افغانستان ملي یو والی یې په بې ساري توګه کمزوری کړ، په وسله والو ځواکونو کې یې په ډیره سپین سترګي خپلې حزبي ډلې ځای پر ځای کړې، خپلو کسانو ته یې په کابینه کې له خپل نا انډوله حضور څخه په ګټې اخیستو سره د جنرالي رتبي واخیستي او په دې سره یې د وسله والو قواو رهبري په خپل انحصار کې واخیسته دا هغه څه و چې افغانانستان به تر ډیره وخته ور څخه ځوریږي.
په دې دوره کې اسلامي ډلو د نړیوال ایتلاف او امریکایي ځواکونو له حضور او په حکومت کې د واک له نا انډوله ویش څخه د خپلو تبلیغاتو لپاره پراخه ګټه پورته کړه تر څو خلک د نظام په مقابل کې را پورته کړي او د دوی ملاتړ وکړي، حکومت او غربیانو ته په لومړیو کې دا تبلیغات او فعالیتونه خنده ونکي ښکاریدل، خو وروسته وروسته یې حکومت له ګواښ سره مخ کړ.
د انتخابي حکومت په لومړی دوره کې امریکا درک کړه چې په افغانستان کې قوي حکومت د دوی ګټي له ننګونو سره مخ کوي، نو له دې امله یې په کابل کې د خپل سفارت له لاري د قومي او سمتي سیاست پیاوړتیا ته مټي را ونغښتي او ځیني سیاستوال یې دې ته و هڅول چې د دوی په همکاري به د قدرت واګې په لاس کې واخلي، هغوی هم د دوی هر فرمایش ته لبیک وویل او د قدرت پر ګدۍ د کښناستلو ښاپیریو یې خوبونه نور هم رنګین کړل.
دوهم ځل ټاکنې یوڅه جنجالي وې، دتوقع خلاف ډیموکراسي په منعکس لوري حرکت کړی و، د ټاکنو بایلونکي طرف د نظام د را پرزولو ناندرۍ شروع کړي ترڅو بریالی لوری معاملي ته اړ کړي خو ولسمشر کرزي مقاومت وکړ او معامله یې ونکړه، ځکه هغه پخوا د دې ډلې له یوه اړخ سره معامله کړې وه.
دریم ځل ټاکنې ډیرې جنجالي وې، ځکه له یوي خوا نړیوالو ځواکونو امنیتي مسؤلیت افغان ځواکونو ته وسپارل او له بلي خوا نور حامد کرزی په منځ کې نه و، باید د هیواد واک نوي ولسمشر ته سپارل شوی وای چې په داسي یو هیواد کې چې هر څه د بل په خوښه روان وي او هیواد وال په یو عالم ستونزو کې را ګیر وي، اقتصاد په ټپه ولاړ او امنیت اصلا وجود ونه لري، او له دې لویه بد مرغې دا چې سیاستوال یې د ځان بقا په قومي او سمتي اختلافاتو کې ګوري، ډېر ستونزمن کار دی چې په سمه توګه ټاکنې تر سره شي.
دریم ځل ټاکنو د غرب په لاس وهنه د هیواد ملي یوالی نور هم کمزوری کړ او د غرب په خوښه له اساسي قانون سره په ټکر کې یو کمزوری حکومت منځ ته راغی چې ټول افغانان یې ناهیلی کړل، شاید په دې کې ولسمشر غني ملامت نه وي، ټول افغانان پوهیږي چې د بایلونکي لوري ګواښونه باید دومره جدي نه وای نیول شوي، ځکه لومړی خو دوی د نظام د را پرزولو توان نه درلود او له بلي خوا د نظام په را پرزولو کې ډېر زیان دوی ته رسیدو، ځکه لوړ بلډینګونه او سترې سرمایې همدې خلکو د ۱۳ کلني دوري په اوږدو کې تر لاسه کړي وي.
خو لکه څرنګه چې مې مخکي وویل دوی د وسله والو بوځونو بنیاد داسي ایښی و چې باید یو څه احتیاط شوی وای، همدا رنګه غرب هم په خپلو کاذبو تبلیغاتو سره همدا غوښتل چې د هغوی تحدید د میډیا او ډیپلو ماټیکو مانورونو له لاري پیاوړی وښیي نو له دې امله شاید مقابل لوري معاملي ته غاړه ایښي وي.
اوسنۍ حکومت چې د غرب په هڅو منځ ته راغلی دومره کمزوری دی چې په هیواد کې د امنیت د راوستلو لپاره هیڅ هیله نه ترې کیږي، استخباراتي جګړي نوري هم ګرمي شوي، د سیمې هیوادونه به نور هم خپلې هڅي پیاوړي کړي تر څو په افغانستان کې خپلو لوبو ته ادامه ورکړي.
سیاسیون مو تل هڅه کوي چې قومي سیاست پیاوړی کړي او له دې لاري خپله بقا تضمین کړي، دوی په ډېره نا پوهي سره د قومي امتیازاتو په تر لاسه کولو بوخت دي، خو دې ته یې ندی پام چې دا کار به د هیواد بشپړتیا له ګواښ سره مخ کړي، د همدي رهبرانو له برکته نن یو شمېر خلک د تجزیې خبري کوي.
نو په داسي حلاتو کې اړتیا لیدل کیږي چې داسي یو نظام را منځ ته شي چې د تیرې لسیزې ارزښتونه وساتي، او په هیواد کې د نسبي پرختګ د له منځه تلو مخه ونیسي، مسلح ځواک اصلاح او ملي کړي او په راتلونکي کې د داسي ډیموکراسي لپاره لاره هواره کړي چې د هیواد له حلاتو سره اړخ ولګوي.