قهرېدلو کسانو په اندونیزیا کې دوه کلیساوې سوځولې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65172
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-14

په اندونيزيا کې چارواکي وايي د آچې په ولايت کې د نښتو پر مهال لږترلږه دوه کليساوې سوځول شوي او يو کس وژل شوی دی. په راپورونو کې ویل شوي سلګونو مسلمانانو د آچې په سينګکيل ولسوالۍ کې پر يوې کليسا يرغل وروړی او اور يې ور اچولی دی. د بشري حقونو يوې ډلې ويلي بريدګرو وروسته تر دې د رومن کاتوليک يوه بله کليسا هم وسوځوله. تر دې وروسته قهرېدلي کسان دريمې کليسا ته ورغلل او دغلته له دوی سره د عيسوي وګړو او پوليسو د مقاومت په پايله کې يو کس ووژل شول. تېره اوونۍ د آچې يوه ډله ځوانانو د يوې مظاهرې پر مهال له حکومت وغوښتل هغه کليساوې دې وتړي چې اجازه ليک نه لري.