امریکا تر ۲۰۱۶ زېږدیز کال وروسته هم په افغانستان کې لږ تر لږه د ۵ زره عسکرو د پرېښوودو پلان لري. د کانګرېس ځینو سرچینو ویلي اوباما به له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پلان وځنډوي او سپینه ماڼۍ ښايي نن په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي. تر دې وړاندې پرون د امریکا دفاع وزیر اشټن کارټر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو په باب د ولسمشر اوباما په پلان کې د بدلون احتمال تایید کړی و. د پخواني مهالوېش له مخې باید ټول امریکايان پوځيان د تر ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه وتلي وی.