د کندهار په غورک ولسوالۍ کي روانو جګړو لسګونه کورنۍ اړي کړي دي ، چي کورونه پريږدي او کندهار ښار ته کډه وکړي .
دا کورنۍ اوس مهال عاجلو مرستو ته اړتيا لري او د دولت څخه د مرستو غوښتنه کوي .
د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د تيرو څو ورځو راهيسي د امنتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړې پيل سوي دي او دا مهال هم دوام لري .
د دې جګړو له امله يو شمير کورنۍ اړي سوي دي چي خپلي سيمي پريږدي او د ځانونو د خوندي کولو دپاره کندهار ښار ته را کډه سي .
دا مهال لسګونه کورنۍ د کندهار ښار د منزل باغ د قوماندو او ميرويس مېنې په سيمو کي ميشتي دي او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري بي ځايه سوي کورنۍ او ولايتي شورا وايې ، چي تر دې مهاله دولت کومه مرسته نه ده تر سره کړي .
د کډوالو او را ستنيدونکو چارو رياست وايې ، چي د غورک ولسوالۍ بې ځايه سويو کورنيو تر دې مهاله دوی ته مراجعه نه ده کړي او نه يې هم مرسته غوښتې ده ،
د دې رياست مشر محمداعظيم نوابي وايې ، چي د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په هدايت ډير ژر د بيړنيو مرستو کميټه جوړوي څو له لاري يې د موسساتو او مرستندويي ادارو څخه مرستي جذب او د هغوی اړتياوي پوره سي .
د حکمت ښادمن خيريه بنياد دې بې ځايونه سويو کورنيو د دوو مياشتو دپاره اړين خوراکي ، د پوښاک ، ناستي او ويديدو دپاره برابر سوي مواد توکي برابر او پر دې کورنيو يې وويشل ، د نوموړي استازی عبدالسميع غيرتمل وايې ، چي دا مرسته يې د يوه احساس له مخي او د اړو کورنيو سره د مرستي په نوم وکړه .
حکمت الله ښادمن په خپل مالي مصرف په کابل کي د کندز بې ځايه سويو کورنيو هم ته د سرپنا ځای برابر کړی او مرستي يي ورسره دوام لري .