شنونکي وايي چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونه د خپلو موخو لپاره پاتې کیږي او دا موخې د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې دي.
شنونکي وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتی تړون پر اساس متحده ایالات مکلف دي چې په ستونزمنو حالاتو کې د افغان پوځ ملاتړ وکړي، خو د کندوز په ګډون د هېواد په سرحدي ولایتونو کې د پاکستاني مليشو د ښکاره بریدونو پر وړاندې د هغوی چوپتیا په ګوته کوي چې د امریکا د حضور دوام د افغانستان ژغورل نه دي، بلکې د دوی موخې د افغانستان له ګټو سره په ټکر کې دي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې د ولسمشرۍ کمپاین پرمهال یې د افغان جګړې د پای ته رسولو ژمنه کړې وه، خو اوس د پوځي جنرالانو په وړاندیز په افغانستان کې د لس زره سرتېرو د پاتې کېدو اعلان کړی. بارک اوباما ویلي ترهګر لاهم د افغانستان راتلونکې ته یو جدي ګواښ دی او اړتیاده چې د دغو ډلو د ځپلو لپاره په افغانستان کې یوشمېر سرتېري پرېږدي.
خو د سیاسي چارو شنونکي وایي، واشنګټن په افغانستان کې د خپل پوځي حضور په دوام سره دغلته خپلې موخې پالي او د افغانستان په ورستیو پېښو کې دهغوی چوپتینا ښيي چې واشګنټن د افغان پوځ د ملاتړ اراده نه لري او په ستونزو او نا امنیو کې خپله ګټه ویني. د امریکا د دفاع وزیر په خبرو کې هم دا په څرګنده ښکاري، د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر وړمه شپه ویلي: ''موږ نه وځو. نه شو کولی ووځو. که چېرې دا کار وکړو نو تر اوسه به خپلې ټولې لاسته راوړنې په سین لاهو کړو''
شنونکي وایي، له دغې نېټې ورسته باید په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو د ماموریت څرنګوالی روښانه، د افغان ځواکونو د روزنې لړۍ چټکه شي او افغان هوایي پوځ پیاوړی کړي. خو وايي چې وخت به وښيي چې دا کار نه کیږي او امریکا خپلې موخې لټوي.
د چارو کارپوهان وایي، په افغانستان کې د لس زره امریکایي سرتېرو پاتې کېدل به وسله والو مخالفینو ته هم د جګړې پلمه په لاس ورکړي او په دې ډول به روانه جګړه په لوی لاس ګرمه وساتل شي.
د امریکا ولسمشر بارک اوباما له دغې پرېکړې سره همهاله وسله والو طالبانو دهغوی پر وړاندې دجګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې بریدونه به له پخوا پیاوړي کړي.