د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین وايي د داعش په لیکو کې ۷ زره روسي او د پخواني شوروي اتحاد د غړو هېوادونو اوسېدونکي جنګېږي. پوتین ویلي دغه کسان به خپلو کورونو ته له راګرځېدو سره سم روسیه او ګاونډي هېوادونه یې له ستر ګواښ سره مخ کړي. نوموړي دغه څرګندونې په قزاقستان کې د مشترک المنافع هېوادونو یوې غونډې ته کړې دي.