په سعودي کې د شعیه ګانو پر یوې غونډې د برید په پایله کې ۳ تنه وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65179
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-17

د سعودي عربستان چارواکي وايي په دغه هېواد کې د شعیه ګانو پر یوه غونډه په برید کې پنځه تنه وژل شوي او برید کوونکی هم پولیسو وژلی دی. برید کوونکي چې اوتومات وسله ورسره وه د ماښام په اوو بجو د سیهات ښار په تکیه خانه کې پر ټولو شویو شعیه ګانو برید کړی. په قطیب ولایت کې د دغه برید پړه داعش پر غاړه اخیستې ده. د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې د یوې ښځې په ګډون پنځه تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.