په اسلام اباد کې د امریکا سفیر رچارډ اولسون د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد ځانګړی استازی وټاکل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اولسون د فیلډ مین پر ځای ټاکل شوی دی. په اسلام اباد کې د امریکا اوسنی سفیر رچارډ اولسون به راتلونکې میاشت د ځانګړي استازي په توګه خپله نوې دنده پیلوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نوی استازی به له کابل او اسلام اباد سره د واشنګټن د اړیکو په پیاوړي کولو او د امریکا د ملي ګټو لپاره مهم پروګرامونه او پلانونه پلي کړي. د یادونې وړ ده چې اولسون له تیرو درېيو کلونو راهیسې په پاکستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې.