روسیه وايي له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې د ځنډ په اړه د بارک اوباما نوې پرېکړه په دغه هېواد کې د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ د ماموریت د ناکامۍ څرګندویه ده. د روسیې بهرنیو چارو وازرت په یوه خبرپاڼه کې ویلي په داسې حال کې چې اوباما راتلونکی کال له افغانستان د ټولو امریکايي ځواکونو د ایستلو اعلان کړی و، خو اوس تر ۲۰۱۶ کال وروسته هم د ۵۵۰۰ عسکرو د پرېښوودو پرېکړه کړې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه اقدام ښيي چې د امریکا په مشرۍ د ناټو ۱۴ کلن ماموریت په افغانستان کې ناکام او ویې نه شو کولی چې ترهګر او نشه یې توکي له منځه یوسي او افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت لپاره چمتو کړي.