د کندهار کابل لويه لار او د سلو تنو مرګ ژوبله .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65182
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-10-17

د کندهار ـ کابل د لويي لاري د خلاصون په عملياتو کي ( سلو ) وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . د کندهار امنيه قوماندان چي د دې لاري د خلاصون په موخه د پيل سويو عملياتو مشري په غاړه لري ، وايي چي په جګړه کي يي تر سل زيات وسله وال وژلي او ټپيان کړي دي . د تيرو دريو ورځو راهيسي د لاري د امنتي تهديدونو د ليري کولو دپاره د کندهار د امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرازق په مشري عمليات پيل سوي او اوس هم دوام لري . قوماندان عبدالرازق په زابل کي خبريالانو ته خبر ورکړ ، چي تر دې مهاله شاوخوا سلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او لويه لاره په بشپړ ډول د ترافيکو پر مخ خلاصه ده . نوموړی وايې ، چي د زابل په اړوندو سيمو کي يي وسله والو طالبانو ته سخته ماته ورکړې ده او نور يي توان د لاسه ورکړی دی ، چي پر لويه لاره امنتي ويره زياته کړي . د زابل چارواکي هم د لاري د خلاصون بشپړ ډاډ ورکوي او وايې ، چي د زابل اړونده سيمه بشپړ امنيت لري . وسله والو طالبانو د افغان امنتي ځواکونو د دې ادعاوو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی . د کندهار ـ کابل لويه د هيواد د لويو لارو څخه مهمه لاره ده چي هره ورځ زرګونه مسافر پر ې تګ راتګ کوي . مسافر له دولت څخه غواړي ، چي د دې لاري امنيت ته په بشپړ ډول پاملرنه وکړي .