اېمل افغان
کــــه یوګل ومـــــاته راکـړې د خپل باغ
خـدای دې تــرو تــازه لـري تــل بــاغ
ستـاله بـاغه یـــوګل مالره دولت دی
نه په سـل رنـګه ګلـونــو د بـل باغ
چې ورتله د بـانـدې نه وي سپېره ډاګ دی
په راتله د شي درست ملک وبورجـل بـاغ
په خــوږو خــوږو مــېو پــه ګـلو ډک دی
چـې ښکاره کـړې راته ته په کنځل باغ
د ښــه مـخ د ګلـستان بـلاهــجـران دی
تــل ګـلـونـه پـه خـزان رېــژول باغ
نورباغــونه د نو روز په ورځ غـوړېــږي
په اهــاړکـــړه غـــوړېـده دکـابـل بـاغ
همېـشه بـــه پـرې نــارې وې د بلـبلو
دا چې سازکـړ نن خوشحـال په ویل باغ
په دې ادبي ښکلي غږ او ویلو سره د پښتو ژبې پلار، د پښتنو ملي اونومالي بابا خوشحال خان خټک څلورسوه کاله وروسته بیا پښتانه، د پوهې اوادب سوي پتنګان په علم او ادب مین بلبلان په ډېره مینه، خواخوږۍ او ورور ولۍ سره راټول کړل، دوي به د ارمانجن خوشحال بابا د ډېرستر، ویاړ رنګین ښایسته اوښکلي ادبي بڼ اوباغ څخه هریو د مینې اوخوښۍ، ادبي اوعلمي ګل خان ته ټاکلي اوچاڼ کړي وي، چې په غونچه اوګېډۍ کېدو سره به د دې لوی اوستر عالمګیرخان بابا ارواه پرې خوشحاله شي اوهم به د پښتنو د علم او ادب د مینه والو ورور ولي پرې مرغلینه اوکلچه شي...
د فرهنګلیالي بابا خوشحال خان خټک له ډېره غاوره او د ستر فرهنګ روښانه هېنداره، چې د ده له نادرو عقېدو څخه جوړه اوهست شوې ده، هېڅ تیاره، خړوالی، خاپ او نیمګړتیا نه لري، خوشحال بابا خپله په دې باب داسې له حقیقته ډکه وړاندوییونه کړې وه:
دا نادره عقېده لــکه زمــا ده
لاعجب که بل پيدا هسې افغان شي
د نامتو اوستر فیلسوف خوشحال خان بابا د نادرو عقېدو ویوونکو اوڅېړونکو ډېره اوږده زمانه وړاندې د امیر کروړ پولاد(د جهان پهلوان) حماسي او رزمي سندرې هم شته:
زه یم زمری پردې نړۍ له ما اتل نه شته
بل پـــه زابـل نــه شـتــه
لـه مـا اتـل نـشـتـه
او د شېخ اسعدسوري زړه راکښونکې بوللې او د نورو ناظمانو نظمونه هېرکړي وو... دا ځکه، چې د چنګیزیانو اومغولو سختو ظلمونو اوتاړاکونو عموماً د آسیا او نړۍ په دغه سیمه او علاقه کې د ادب، فرهنګ اوسیاست رنګ او خوند بېخي بدل کړی وو. نو په دې برخه کې د زمانې بې مینې او بې عواطفو اوسختو اوکاڼو زړو د مشرانو بې قدریو او دښمنیو فواره اوغریبه پښتو، بېوزله او لالهانده پښتانه له ښارونو، پلازمېنو، سیاستونو او دربارونو څخه د غرونو او بېدیاوو خوا ته کوچولي وو او بشري عواطف یې ورته ترپښو لاندې پایمال کړي او نه یې پرېښودل چې خپلو فعالیتونو اوکړنو ته په یوه ارامه فضا کې اوږه ورکړي او هغه د خپل منزل په لور روان کړي او دا خبره یوځل بیا په ډاګه او ښکاره شي، چې پښتانه هرڅه کولی شي او د ښو او پياوړو استعدادونو مالکان هم دي او بل دا چې د نړۍ هر تېري کوونکي چې په دغه خاوره يرغل کړی او پښتانه يې له خپلو حقوقو او امتيازاتو څخه په دې خاوره کې بې برخې کړي نو دوي هم په دې خپل ناوړه سياست او ناوړه کړنو وروسته بيا پوی شوي، چې د همدغو زړه ورو اومېړنو پښتنو له خوا په څټونو وهل شوي او تور مخ يې په خپله خاوره سپارلي، چې ښکاره بېلګې يې افغانستان ته د انګرېزانو راتګ، همدارنګه د روسانو وحشيانه يرغل او وروسته کړۍ او ډلې موږ يادولی شو، چې تورمخ يې په خپل هېواد له ماتې سره شړلي او بيا د افغانستان په لوري هم نه دي کتلي خو ولې دلته بهرنۍ لاسوهنې د پښتنو د تباه کولو لپاره په خپلو ورانکاره فعالیتونو لګیاه دي اوغواړي چې دغه قوم له هرپلوه وزپي اوپرې نه ږدي چې هغوۍ خپلو زده کړو او خپلوکارونو ته په يوه ارامه فضا کې دوام ورکړي.
همدارنګه پښتون د تاریخ په اوږدوکې هغه با استعداده اوپياوړی قوم تېرشوی او دی، چې د تل لپاره يې هر ښېکلاکګر اوتېري کوونکي ته په خپله سیمه کې ښه په نره ماتې ورکړې او د تل لپاره يې داخپله خاوره د پرديو له منګولو اوظلمونو څخه ساتلې، خو ولې په نړیواله سطحه بیا دښمنانو خپل کار او روزګار ته نه دي پرې اېښي ترڅو دوی وکولای شي په خپله خاوره اوخپل کورکې په ارامه توګه دا نيم ژوبله ژوند ته دوام ورکړي.
پښتنو اوترڅنګ یې نړیوالو ته دا خبره ثابته اوجوته ده، چې په دغسې یو ناوړه حالت کې نه چا د پښتو ویونکو شاعرانو خوله په جواهرو او یاقوتو ډکه کړه او نه چا له سرو زرو سره وتلل او نه چا د مېنې په سترګه ورته وکتل او نه هم چا د دې زمینه ورته برابره کړه ترڅو دغه خلک وکولی شي خپلې ژبې اوخپل قوم ته د پام وړخدمتونه په ټولنه کې وړاندې کړي.
خو دلته بیا که موږ په دې فکر وکړو نوداهم یومنلی حقیقت دی، چې د هېڅ پښتون لوړ همت اوپښتو دغسې خبرې ته احتیاج او اړ نه ده او نه يې منلی شي، څوک چې پښتون وي اوپښتو لري، د دې ناوړه هېلې خوا ته هسکه غاړه او مخ نه ور اړوي، دا زما شخصي رایه او فکر نه دی، بلکې د پښتو فطرت همداسې لوړ دی اوهمېشه یې په لوړو اوسختو لارو خپل منزل ته په خپلو مټو ځان رسولی او هرښکیلاکګرکه ورته کاږه هم کتلي نو بیا سترګې ترې ایستلي اوتور مخ یې له دې خاورې څخه هم شړلی دی، دلته که نن وګورو، د پښتون اوپښتو د شعر پلار خوشحال خان خټک په دې اړه څنګه غوڅه او یوه منلې پرېکړه د خپل ولس په وړاندې کړې ده:
د هغه شـاعــر دانې وشه په ژبه
چـې د شعر در دانې پلوري په مال
چـې د شعرو شاعري مذکور وشو
څه خو غوږ باسه زما په حسب حال
قصـیدې لـرم غـرا له هره بابه
په حکمت پــه نصیحت کې مالامال
په تعریف د دلـبرانـو غــزلــونه
په صفت د سترګو وروځو زلفو خال
رباعـــي ده کـــه قطـعه که مثنوي ده
همګـي واړه ګـوهــر دی درو لال
په فارسي ژبه که نور ترمـا بهتر دي
په پښتو ژبه مې مه غــواړه مـثال
طبيعت مې عطایی نه د تحــصیل دی
که خبریم د املا پـه اســتعمال
یو ساعت به مې په درس شل مې په ښکار
کله ښکار پرېښوم د کسـب دکـمـال
د جـــهـــان تحصـــیل بــه کـل واړه زماوو
که اخته نه وی د ښکار پـــه اشـــغــال
غاښ وتلی ږیــــره ســـپـــينه لا تـــراوسـه
باز پــه لاس ګـرځــم په غرونو په جبال
بندوبست د پښـــتو شـــعر مـا پـــيدا کـــړ
ګڼه شــــــعر د پښـــتو و غــــیرســـــال
نه یـــې وزن نه تقــطیع نه یې عروض وو
دوه مــصــراع یې د خفیف بحر دوه طــال
د غزل نه یـــې مطـــلع نـــه یـــې مقطع وه
نه یې صفـــت نـــه یـــې تشبیه نه یې مثال
مګر زه یې چې ګویا په شــــاعـــري کــړم
پښتانه یې پــــوهــــول ایـــزد تـــصــــــال
په دا بنـــدوبــــست بـــه نور ترما بهتر شي
پس له مـا چــــې کـــا د شـــعر قیل وقال
نن زما زویه يو څو دي برخـــوردار شـــه
چې پـــــه دا هـــنرکـــې نـــه لــــري همال
کــــه د شعر ویل عیــــب یـــــا هـــنــر دی
د ښــــــه مــــخ لــــه محـــــبت یې دی حال
محبت د همـــای سیوري د کــــه څـــــه دی
که کیـــمـــیا دی زرکـــوي سنګ وصلعال
د عاشــــق لــــه رګــــه وبهــــوي ویـــــنې
چې جــــراح د مـــعشــــوقـــې وهــي قیفال
زړه چې خــــوږ د کښلي مخ د مینې نه وي
په کې مات شــــه د تـــېره تـــوبـــرې سفال
عاشقان چـــې پـــه ښـــه مـخ کا هومره مینه
مـــــــــګر خــدای ویني د کښلیو په جمـــــال
ګلســـتان زمـــا د میــــنې شــــګفته شـــــــــو
پرې وهــــي شــــیدا بــلــبــله پــروبــــــــــال
ګلدستې یې لور په لور په ملک خورې شوې
تر کــــــابــــــــــله تــــــر کشــمیره تر بنګال
هــــر مضـــمون تـــه چې د زړه توجه وکړم
طبیعت یــــې را کــــوي پـــــه اســـــتعمــــال
خو! د وخت بې قدریو، په دې قوم د ناوړه سیاسي حالت واکمنېدل، له هغوی څخه د پياوړو استعدادونو اخیستل، د پښتنو په ارامه نه پرېښودل او د ښيکلاک او زبېښاک د سیاسي چالونو، د هېواد ناخوالو له امله پایله دې ته ورسېده، چې ښه شاعران او منلي لیکوال په دې باتور ټبرکې پيدا نه شول او نه هم چاه ورته کار او د دې زمینه برابره کړه، چې زموږ د وخت حلاتو اوسیاسي لوبغاړو خو دغسې کسان په خپله غېږکې نیولي وايي ترڅو یې له دوي څخه د خپلې ژبې اوفرهنګ په غني کولو کې پوره کار اوګټه پورته کړې وی؟ که را پيدا هم شول، نو د صحرايي خود رویه ښایسته ګلانو په څېر د لږ وخت لپاره په دې خاوره کې وغوړېدل او ژر ورپسې مړاوي شول او ورژېدل دا ولې؟
خبره په دې خاوره کې بېخي لکه د لمر په څېر روښانه ده، دا ځکه، چې د وخت د بېقدریو له امله د دغو خود رویو اوبېدانیوګلانوښکلا اوخوشبویه ادبي وږمې او تاندوالی نه چا ولیدلو او نه یې بوی کړل؟ له خاورو را ټوکېدلي وو، بېرته په خاورو کې له ښکلا او عطرونو سره خاورې شول او ادبي پانګه یې هم له ځان سره خاورو ته یوړه، چې اوس یې مقبرو ته روان یو او د هغوی په قبرونو باندې د افسوس او ارمان اوښکې تویو.
له خوشحال خان خټک څخه د مخه کوم شاعران او لیکوال چې را پيدا شوي او پېژندل شوي، د پښتو ژبې په شنه لوړ او لوی ادبي آسمان کې د وړو اوتیتو ستورو غوندې ځلېدل، کله چې په دغه سترآسمان کې خوشحال خان خټک را څرګند شو د لمر په څېر یې په خپلو لوړو، ادبي او هنري پلوشو نه یوازې د روه او پښتونخوا سیمه رڼا کړه، بلکې د رڼا پلوشې یې د لمر په څېر دنیا ته ورسېدې او نړیوال د ده دې استعداد اوسیاست ته ګوته په غاښ شول، چې دا څومره یوه علمي او منلې څېره په پښتنوکې را څرګنده شوه، چې یو ډګر هم د ده د قلم له نوکې څخه بې برخې نه دی پاتې شوی اوحال دا چې اوس د ده اثار او نظریې خلک په نورو نړیوالو ژبو ژباړي اوخپلو ملتونو ته یې د یوسوغات اوعلم په توګه په مخکې ږدي، ترڅو نور قومونه اوملتونه هم د ده تګلار تعقیب کړي، چې دا څرنګه یو پښتون او نړیوال فیلسوف په دې ژبه کې تېرشوی، چې نه ورڅخه سیاست پاتې شوی، نه هم ادب او ادبیات چې یوازې د شعر بیتونه يې څلوېښت زرو ته رسېږي، چې دا په رښيتا سره یو نړیواله څېره په پښتنوکې تېره شوې، چې د نړۍ قومونه ټول د ده په آثارو او شعرونو شخوند وهي او د خپلو مسایلو د هواري لپاره له دې کړنلارې څخه ګټه پورته کوي.