د سوریې پوځ پهخپلو تازه عملیاتو کې چې د روسیې هوايي ملاتړ ورسره دی د حلب ښار ته څېرمه د حویجینه په نوم یوه ستراتیژیکه سیمه نیولې ده. ویل کېږي د سوریې پوځ پر دې سیمې ځمکني عملیات کړي او روسي الوتکو بیا په حلب کې د اسد پر مخالفینو بمبارۍ کړې دي. له هغه وروسته چې روسیې په سوریه کې پر داعش او نورو وسله والو ډلو هوايي بریدونه پیل کړي د اسد ځواکونو هڅه پیل کړې چې له لاسه ورکړې سیمې بېرته ونیسي.