چین وايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور باید په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لامل شي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې په غبرګون کې ویلي امریکا باید د افغانستان خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي. نوموړي زیاته کړې چې له ۲۰۱۶ کال وروسته د امریکايي ځواکونو حضور باید په افغانستان کې له بیارغونې، سولې امنیت او ثبات سره مرسته وکړي.