د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، یوه جرمنۍ چې دوې میاشتې پخوا د کابل په قلعه فتح الله مېنه کې تښتول شوې وه، خوشې شوې ده.د اسوشیتیدپریس خبري اژانس د راپور له مخې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې زښت خوشاله شوی چې هغه خوشې شوې او روغتیايي وضعیت یې ښه دی.ده په دې باب چې دا ښځه، چې دوې میاشتې پخوا په کابل کې یرغمل شوې وه، څنګه خوشي شوه څه نه دي ویلي خو د افغانستان له حکومت، افغان امنیتي ځواکونو او د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې یې له جرمني ځواکونو د دې ښځې په خلاصون کې د مرستې له کبله مننه وکړه.د تښول شوې مېرمنې نوم نه دی څرګند شوی خو د اسوشیتید پریس خبري اژانس په وینا باور کېږي چې دې ښځې د جرمني په جي ای زید موسسې کې کار کاوه.