حامد کرزی: افغانان به یوازې په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د سولې لامل شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65197
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-17

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي په افغانستان کې د امریکا حضور نه یوازې ترهګر ځپلي نه دي، بلکي پياوړي کړي یې دي. حامد کرزي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه د ولسمشر بارک اوباما د پرېکړې په غبرګون کې ویلي د امنیتي تړون په لاسلیک سره هم د افغانانو د تمې خلاف د نا امنۍ لمن پراخه شوې ده. کرزي له دې کبله هم پر اوباما نیوکه کړې چې د خپلې پرېکړې د اعلان پر مهال یې د جګړې د فصل یادونه کړې او زیاته کړې یې ده د دې اصطلاح کارول څرګندوي چې د افغانستان خلک به په دوامداره توګه په جګړه کې ښکېل وي او د جګړې نورو فصلونو ته باید انتظار وباسي. نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به یوازې په هغه صورت کې د بهرنیو ځواکونو حضور ومني چې د ترهګرو د له منځه وړلو او د سولې لامل شي.