په کندهار ښاروالي کي شيرشاه او محمود ويسا له دندو ليري سول.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65198
نسيم کندهاری
دخبریدو نیټه : 2015-10-18

باوري سرچيني وايي ، چي د مرکزي ادارې او کندهار والي له لوري ، د کندهار ښاروالۍ د نظارت امر محمود ويسا او مالي او ادارې مدير له دندو ليري او پر ځای يي نوي کسان په دندو وګمارل سوه . د سرچيتني په حواله چي محمود ويسا د کندهار د پخواني والي توريالي ويسا ورور وو او پر ځای انجينر شامحمود او د د شيرشاه پر ځای عبدالمومن وټاکل سول . سرچينه زياتوي ، چي مرکزي ادارې او کندهار والي دا ټاکنه د کندهار ښاروالۍ په داخل کي د اداري سيسټم د پاکوالي په موخه کړې ده . د کندهار دپاره نوی ښاروال اينجينر روښان ولسمل تيره اونۍ په دنده پيل وکړ او د وينا پر مهال يي ژمنه وکړه ، چي ښاروالي به د فساد ، غلا او نااهلو کسانو څخه پاکوي .