کندهار والي ، افغان ولس مشر ته د کندهار د روان حالت په اړه راپور ورکړ .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65199
لودين
دخبریدو نیټه : 2015-10-18

افغان ولس مشر محمداشرف غني نن سهار جمهوري ریاست د ارګ د توحید له ملي مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي سره د ويډيو يي کنفرانس له لاري خبري وکړې . د کندهار والي د خپلو وروستیو فعالیتونو او لاسته راوړنو په هکله وويل چې په کندهار کي پر حکومت د خلکو باور لا زیات سوی دی، وموړي په ولسوالیو کې د حکومتي ادارو او ښوونځیو د ودانیو د ستونزو ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې د راتلونکي کال په انکشافي بودجه کې دې د کندهار ولایت تخصیص زیات سي ، څو له لاري يي په کندهار کي انکشافي کارونه پراخ او دلته د بيارغوني تر څنګ په نورو برخو کي هم پرمختګ وسي . ولس مشر محمداشرف غني په کندهار کي د کندهار والي وروستي نوښتونه وستايل او د وړانديزونو په اړه يې د لازمو اقداماتو ژمنه ورکړه . جمهور رئیس غني وویل، د راتلونکي کال په بودجه کې به ولسوالیو ته زیاته توجه وکړي. همدارنګه یې له والي وغوښتل، چې په خپلو ولایتونو کې د هغو زېربنایي پروژو په هکله چې کارونه یې ځنډېدلي دي معلومات ترتیب او جمهوري ریاست ته یې وسپاري، تر څو د حیاتي پروژو کار ژر تر ژره پیل سي.