لغمان والي عبدالجبارنعيمي د ٢٠١سيلاب قول اردو له روغتون څخه د ليدنې پرمهال د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د زخميانو چې په بيلابيلو ولايتونو کې دهیواد څخه د دفاع په لاره کې زخميان شوي وو، پوښتنه وکړه
د دغه ليدنې پرمهال د سيلاب قول اردو قوماندان تورن جنرال محمد زمان وزيري ،د لومړۍ پلې لوا قوماندان بريد جنرال نورالله قادري،امنيه قوماندان پاسوال مطيع الله ساپي،د ملي امنيت رئيس جنرال فضل الرحمن سالارزي، د ولايتي شورا منشي الحاج محمد ظاهرحسين خيل او يو شمير نورو مشرانو هم حضور درلود.
لغمان والي د روغتون په بيلابيلو واټونو کې د امنيتي،کشفي او نظامي ځواکونو د زخميانو سره د خبرو پرمهال د دوى قربانۍ،اتلولۍ د ولس او خاورې لپاره يو داسې مقدس خدمت ياد کړ چې تاريخ به يې هيڅکله هير نه کړي.
لغمان والي له زخميانو سره دخپلو خبرو پرمهال وويل چې تاسو په ملي مينه،وطن دوستۍ او لوړ مورال سره هغه دښمن شرمنده او کمزورى کړى چې د اسلاميت او بشريت پرضد جګړه کوي.
د ٢٠١سيلاب قول اردو قوماندان د روغتون د حالت او امکاناتو په اړه لغمان والي ته بشپړ معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې په خپل وخت سره د زخميانو معالجه کوي او په دې برخه کې شپه او ورځ په خدمت بوخت دي.
لغمان والي په روغتون کې د ښه مديريت،په خپل وخت د زخميانو درملنه او له زخميانو سره د ډاکټرانو د ښه چلند څخه د زړه له کومې مننه وکړه او د قول اردو دقوماندان کارونه يې تقدير کړل.
لغمان والي په روغتون کې له زخميانو سره نقدي مرسته هم وکړه، د يادونې وړ ده چې په دغه روغتون کې د بيلابيلو ولايتونو زخميانو درملنه کيږي.