زورواکو د بدخشان له کانونو یوازې په یوه کال کې یو نیم میلیارد افغانۍ ترلاسه کړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65203
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-18

راپورونه وايي چې په تېر یوه کال کې د بدخشان د لاجوردو شاوخوا یو میلیارد افغانۍ عواید د سیمه ییزو نا قانونه وسله والو او د دولت د وسله والو مخالفینو جېب ته ورغلي دي. د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي چې په کران منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو او په راغستان کې د سرو زرو کانونه د وسله والو طالبانو او سیمه ییزو قومندانانو لپاره دوه سترې عایداتي سرچینې دي چې هره ورځ ترې په میلیونونو افغانۍ عواید ترلاسه کوي. د کران منجان ولسوال نوراقا واييچې دولت مخکې د لاجوردو د کان دوه سمڅې د لاجوردین په نوم یوه شرکت ته په قرارداد ورکړې وې، څو په ټاکلې اندازې لاجورد ترې استخراج کړي؛ خو کله چې د ۱۳۹۳ کال په لیندۍ میاشت کې دغه کان د دولت له کنټروله بهر شو، هره ورځ پنځه میلیونه افغانۍ عاید لري او دا ټولې پیسې د دولت د وسلوالو مخالفینو او سیمه ییزو قومندانانو جېبونو ته ځي. په دې اساس، که په منځنۍ کچه حساب وشي، نو د یاد کان میاشتنی عاید ۱۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي او په تېرو ۱۱ میاشتو کې چې دغه کان د دولت له کنټروله بهر شوی دی، یو میلیارد او ۶۵۰ میلیونه افغانۍ کېږي. د کران منجان ولسوال پژواک خبري اژانس ته ویلي، چې دغه لاجورد په سیمه کې د غیر مسئولو وسله والو له خوا چې مشري یې قومندان عبدالملک، قومندان شریف او قومندان امام کوي؛ استخراجېږي او هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ ټنه لاجورد د پنجشېر ولایت له لارې کابل ته لېږدول کېږي. مخکې دغه لاجورد د بدخشان له لارې لېږدول کېدل، خو تېر کال ولسمشر د یوه فرمان په صادرولو سره بهر ته د هغه انتقال منع اعلان کړ. د بدخشان د کانونو ریاست د کادستر عمومي مدیر عتیق الله عتید وايي چې د ۱۳۹۳ کال په نهو میاشتو کې یعنې تر هغې مودې چې دغه کان د دولت په کنټرول کې و، هره میاشت یې شاوخوا ۴۰ میلیونه افغانۍ عواید لرل. د دې محاسبې له مخې، که د لاجورد یاد کان د دولت په واک کې وای، نو په تېرو یوولسو میاشتو کې یې ترې ټولټال ۴۴۰ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کولی شول. عتید د پنجشېر له لارې کابل ته د بدخشان د لاجورد ډبرو د انتقال په اړه وايي، چې په دې اړه ورته معلومات رسېدلي او ویل کېږي چې هره ورځ له دې لارې ۱۰ لارۍ بار لاجورد کابل ته لېږدول کېږي. نوموړي دغه راز په راغستان ولسوالۍ کې د سرو زرو کان په اړه وویل چې د معلوماتو له مخې دغه کان د وسلوالو طالبانو چې تاجکستاني وګړي هم ور سره دي، استخراجېږي. د هغه په وینا ټاکل شوې وه چې دا کان یوې چینايي کمپنۍ ته ورکړل شي، خو اوس مهال دا سیمه د طالبانو په ولکه کې ده. د بدخشان سرپرست والي شاه ولي الله ادیب هم وايي چې طالبان او بهرني جنګیالي د بدخشان د لاجوردو او سرو زرو کانونو څخه په پراخه کچه عواید ترلاسه کوي. د هغه په وینا، اوس مهال د بدخشان د سرو زور کان کې ۲۵ سکواټورونه کار کوي او له دې درکه په لاسته راغلو عوایدو باندې د بدخشان له کلیو او بانډو څخه د جهاد د وختونو وسلې او مهات پېري. نوموړي زیاته کړه، چې په راغستان ولسوالۍ کې د طلا رېګشويي دوام لري او دوی امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې، خو تر اوسه عملي څه نه دي شوي. د بدخشان د سرپرست والي په وینا، په داسې حال کې چې د امنیت شورا د پرېکړې له مخې په بدخشان کې بهر ته د لاجوردو لېږد منع شوی دی، خو په پنجشېر کې نه دی منع شوی او هره ورځ له دې لارې لس لارۍ لاجورد کال ته انتقالېږي. نوموړي په دې اړه چې د لاجوردو کان د قضیې تر شا څوک دي؟ وویل چې اوس مهال دغه کان د قومندان عبدالملک په ګډون د درې تنو نورو سیمه ییزو قومندانانو په ولکه کې دی. هغه زیاته کړه، په دې کې هېڅ شک نشته چې د دې قومندانانو تر شا لوی لاسونه دي، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دا کسان څوک دي؟ په همدې حال کې د کران منجان ولسوال وايي:«نه پوهېږم چې په پنجشېر ولایت کې له دغو موټرو محصول اخیستل کېږي او که نه؟. د ولسمشر د فرمان له مخې د پنجشېر چارواکي باید د لاجوردو د لېږد مخه ونیسي، خو له بده مرغه د ولسمشر فرمان یوازې تر بدخشانه محدود دی.» هغه د هغو کسانو په اړه چې په خپلسري توګه د لاجوردو کانونه استخراجوي وویل، چې دا تر ډېره غیر قانوني وسلوال کسان دي چې شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ تنو ته رسېږي او مشري یې هم قومندان عبدالملک کوي.