د میدان وردګو د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور نیول شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65205
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-18

د میدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولايت د فوايد عامې رييس د بډو اخيستو په تور د امنيتي منسوبينو له لوري نيول شوى دى.د میدان وردګو د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼی وايي سید یونس نجفي زاده پرون له غرمې وروسته نیول شوی دی.هغه زیاته کړه، له دوی سره د نوموړي د نیول کېدو په موخه هېڅ همغږي نه ده شوې، خو معلومات یې ترلاسه کړي، چې یاد منسوبین د کورنیو چارو وزارت د درنو جرمونو د څانګې کارکوونکي وو.د فوايد عامې رياست یوې سرچینې ویلي چې د دې ادارې یوه کارکوونکي د فوايد عامې د ريیس په نیول کېدو کې مرسته کړې.