د مشرانو جرګې يو شمېر غړي ادعا کوي، چې د پاکستان استخبارات د افغانانو له تذکرو او هويت کارتونو څخه ناوړه استفاده کوي. د مشرانوجرګې د کورني امنيت کمېسيون مشر نادر بلوڅ ویلي د پاکستان استخبارات (ISI ) د هغو تذکرو او هويت کارتونو څخه چې د ويزې اخيستلو او نورواسنادو ترلاسه کولو لپاره په کابل کې د ياد هېواد سفارت ته سپاري، ناسمه ګټه اخلي. هغه زياته کړه، چې پاکستاني استخباراتو د افغانانو د تابعيت تذکرو له نوم، ادرس، د کتاب ثبت او راجستر شمېرې څخه په ګټې اخيستلو سره د کلونو په اوږدو کې د افغان دولت سلګونه وسله وال مخالفين او تروريستان افغانستان ته دننه کړي او هغوى ورانکارې کړنې ترسره کړې دي.د فراه د خلکو دغه استازي زياته کړې يوازې عکس د پاکستاني وګړي دى؛ خو په تذکره کې نور ټول معلومات د يو افغان دي، امنيتي ځواکونه بايد په دې اړوند ځانګړي ګامونه واخلي.