ترافیکي پېښې په ایران کې ۳۰ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65207
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-18

د ایران دولتي تلویزیون وايي چې په دغه هېواد د یوه موټر په ټکر کې ۲۰غیرقانوني افغان کډوال مړه او ۱۰ نور ژوبل شوي.په راپور کې ویل شوي چې موټر له یوه میني بس او لارۍ سره د یکشنبې په ماښام د قم او تهران په لاره کې ټکر شوی.د ایران تلویزیون د لارو د ترافیک پولیسو د ريیس محمد حسین حمیدي له قوله ویلي چې د پېښې ټول قربانیان ایران ته په غرقانوني ډول ورغلي افغانان دي.ایران په نړیواله کچه یو له هغو هېوادونو شمېرل کېږي چې ډېرې ترافیکي پېښې په کې کېږي. ویل کېږي د دغه هېواد پر لویو لارو د کال تر ۴ لکه زیاتې ترافیکي پېښې کېږي چې په لړ کې یې نژدې ۱۸ زره تنه وژل کېږي.