د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر ویلی سعودي به د خپلو خلکو او خاورې د دفاع له ټولو سیاسي، اقتصادي او نظامي امکاناتو ګټه واخلي.
جبیر د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر سره چې تازه له تهرانه سعودي ته ستون شوی په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل سعودي هیله من دی چې ایران د سیمې د هېوادونو په ځانګړي ډول لبنان، سوریې، عراق او یمن په کورنیو چارو کې له لاسوهنو لاس واخلي.