د هلمند د بې پولې ډاکټرانو ولايتي مسؤل د هلمند مدني ټولنې له غړو سره د ليدنې پر مهال دغلته د روغتيايي خدماتو د پراخېدو خبر ورکړ.
جون چې د دغې روغتيايي ټولنې ولايتي مسؤل دی، وايي د ځايي روغتياپالانو د روزنې لپاره پلان لري، ترڅو د دوی په نشتون کې خلکو ته کار وکړي.
د هلمند مدني ټولنې مشر او غړيو يې د بې پولو ډاکټرانو له مشر څخه هلمند کې د روغتيايي خدماتو د پراخېدو غوښتنه وکړه.
د بې پولو ډاکټرانو MSF ولايتي مشر «جون» د هلمند مدني ټولنې له غړيو سره د ليدنې پر مهال وويل، دوی به تر دې وروسته له مدني ټولنې سره په مشوره خپل روغتيايي خدمات مخته وړي.
نوموړي وويل، دا چې دوی ولس ته کار کوي او مدني ټولنې د ولس ښه استازيتوب کولی شي نو دوی به هم خپلې ستونزې، پرمختګونه، روغتيايي پلانونه له هلمند مدني ټولنې سره شريکوي او په اړه به يې د دوی مشورې اخلي.
د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد هلمند کې د بې پولو ډاکټرانو روغتيايي خدمات وستايل او ويې ويل، کله چې MSF دغه ولايت کې خپل فعاليت پيل کړی نو ورسره سم روغتيايي ساحه پراخه شوې او څرنګوالی يې هم ښه شوی دی.
نوموړي د MSF ولايتي مشر ته ډاډ ورکړ چې ټولنه يې په هره برخه کې ورسره همکاره ده.
سردار محمد همدرد هلمند کې د بې پولو ډاکټرانو له مشر وغوښتل چې د دغه ولايت ليرې پرتو سيمو ته دې خپل روغتيايي خدمات وغځوي.
هلمند کې د MSF ولايتي مسؤل جون دغلته د روغتيايي خدماتو د پراخېدو خبر ورکړ، نوموړي وويل دننه يې روغتون کې د بيارغونې کارونه پيل کړي ترڅو خپل کارونه نور هم ډېر او ښه خدمات وړاندې کړي.
هغه وويل، دوی پلان لري ترڅو د هلمند روغتياپالان وروزي ترڅو د دوی په نشتون کې هم خلکو ته په ښه کيفيت روغتيايي خدمات وړاندې شي.
MSF يا بې پولې ډاکټرانو ټولنه چې د ټولې نړۍ په جګړه ييزو سيمو کې خلکو ته روغتيايي خدمات وړاندې کوي، د افغانستان په څلورو ولايتونو کې فعاليت کوي.
د دغه څلورو ولايتونو له ډلې د افغانستان په شمال کې کندز ولايت هم و چې نږدې درې اونۍ وړاندې کله چې کندز د طالبانو لاسته ولويد، امريکايي ځواکونو کندز کې د بې پولو ډاکټرانو روغتون په دې تور بمبار کړ چې ګواکې وسله وال طالبانو پکې سنګر جوړ کړی.
دا يوه داسې پېښه وه چې په افغانستان او نړۍ کې يې د خلکو پراخ غبرګونونه راوپارول.
هلمند کې د بې پولو ډاکټرانو ولايتي مشر وايي، تر دې وروسته به دوی د دې لپاره چې د ولس په خوښه خدمات وړاندې شي، خپل ټول کارونه به له هلمند مدني ټولنې سره په همغږۍ مخته وړي.
هلمند کې شاوخوا اته سوه روغتياپالان د دغه ټولنې له لارې خلکو ته صحي خدمات وړاندې کوي