چارواکي وايي، د ننګرهار د «شیخ مصري صنعتي پارک» به په راتلونکې یوه اونۍ کې رسماً پرانېستل شي.
په ننګرهار کې د پانګونې د ملاتړ ادارې (ایسا) ولایتي مشر وايي چې د دې پارک د برېښنا تېرولو چارې بشپړې شوې او ډېر ژر به د پانګوالو پرمخ پرانېستل شي.
په ننګرهار کې د ایسا د ولایتي ادارې مشر غلام نبي رحمانزي همیانۍ ورځپاڼې ته وویل چې دغه پارک ته برېښنا د خصوصي سکتور له خوا برابره شوې ده.
هغه زیاته کړه، چې د پنځه مېګاواټه په ظرفیت دغه برېښنا د سوداګرو په شخصي لګښت وغځول شوه او ډېر ژر به یې رسمي پرانېسته وشي.
د رحمانزي په وینا، د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي هم د ننګرهار برېښنا ریاست ته لارښوونه کړې ده چې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د دې پارک د برېښنا ټولې چارې بشپړې کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې اوس مهال په دغه صنعتي پارک کې ۱۵ فابریکې فعالیت کوي او که د برېښنا ستونزه یې حل شي، لسګونه نوره فابریکې به هم په کې جوړې شي.
د شیخ مصري صنعتي پارک مخکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت اړوند و، چې په لومړنیو کې ۴۵۰ پانګوالو ته په کې ځمکې وېشل شوې وې.
خو په ۱۳۹۱ کال کې د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، کله چې ټول صنعتي پارکونه د ایسا ادارې اړوند شول؛ شیخ مصري پارک هم ایسا ته وسپارل شو.
د شیخ مصري په صنعتي پارک کې تر اوسه تاسیسات نه دي جوړ شوي او یوازې شاوخوا دېوالونه یې رغول شوي دي.
د دغه ولایت د ایسا ادارې مسوول زیاتوي چې ګڼ شمېر پانګوالو په شیخ مصري پارک کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
غلام نبي رحمانزی وايي، چې د برېښنا ستونزې په هوارېدو سره به د پارک دننه رغنیزې چارې هم پیل شي.
په همدې حال کې د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو رییس شېر علم امله وال وايي چې د شیخ مصري صنعتي پارک د برېښنا د غځولو ساختماني چارې بشپړې شوې دي.
امله وال همیانۍ ورخپاڼې ته وویل چې څو ورځې مخکې والي سلیم خان کندوزي له یاد پارک څخه د لیدنې پر مهال د برېښنا ریاست چارواکو ته لارښوونه کړې چې د یوې اونۍ په ترڅ کې کارونه بشپړ کړي.
هغه وايي چې اوس مهال په دې پارک کې پنځلس فابریکې فعالې دي چې له حرارتي برېښنا څخه استفاده کوي.
شېرعلم امله وال وايي، چې پارک ته د دایمي برېښنا په رسېدو سره به د صنعتکارانو دا اساسي ستونزه حل شي.
امله وال وویل چې د برېښنا په رسېدو سره به د یادو فابریکو په تولیداتو کې زیاتوالی راشي او قیمتونه به یې هم ارزانه شي.
په ننګرهار کې د حصارشاهي په نوم یو بل صنعتي پارک هم شته چې د دې ولایت په حصار شاهي سیمه کې د ایسا له خوا جوړ شوی دی.
دغه پارک د جلال اباد ښار په دېرش کیلو مترۍ کې موقعیت لري او رغنیزې چارې یې تېر کال بشپړې شوې دي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله تر اوسه نه دی پرانېستل شوی.
په ننګرهار کې د ایسا ادارې ولایتي مشر د دغه پارک اساسي ستونزه د برېښنا نشتوالی ګڼي چې په وینا یې د امریکا د پراختیايي ادارې د سروې له مخې یاد پارک ته د برېښنا پر غځولو شاوخوا ۸ میلیونه امریکايي ډالره لګښت راځي.
شاوخوا دوه اونۍ مخکې د افغانستان د صنعتکارانو سراسري ټولنې ویلي وو، چې ایسا ژمنه کړې د څلورو ولایتونو په صنعتي پارکونو چې ننګرهار هم په کې شامل دی، پانګوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیلېږي.
د دې ټولنې مرستیال عبدالجبار ساپي همیانۍ ورځپاڼې ته ویلي وو، چې که څه هم د دغو پارکونو په ډله کې د ځینو یې رغنیزې او زېربنايي چارې نه دي بشپړې شوي، خو د صنعتکارانو د ټولنې او ایسا د پرېکړې له مخې به دغه ځمکې پانګوالو ته ووېشل شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو صنعتي پارکونو د زېربنايي کارونو ترڅنګ به پانګوال په عین حال کې د پارک په ځمکو کې خپلې فابریکې هم جوړوي.