امریکا او روسیه بلاخره په سوریه کې د عملیاتو پر سر توافق ته سره ورسېدل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65217
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-20

امریکا او روسیې ویلي چې د دې هوکړې په لاسلیک سره هیله من دي چې په سوریه کې د دوی د هوايي ځواکونو د احتمالي ټکر مخه ونیول شي. د پنټاګون یوه ویاند پیټر کوک ویلي د هوکړې متن به د روسیې په غوښتنه پټ وساتل شي، خو یادونه یې کړې چې دا هوکړه به د عملیاتو پر مهال د اغېزناکو اړیکو لامل شي. کوک په عین حال کې ویلي چې د شوې هوکړې له مخې دواړه هېوادونه اړ نه دي چې د خپلو اهدافو په اړه مقابل لوري ته معلومات ورکړي. د پنټاګون ویاند زیاته کړې ژمنه شوې چې د عملیاتو پر مهال به روسي او امریکايي الوتکې تر ټاکلې فاصلې یو بل ته نه نږدې کېږي.