د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر وايي د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې د امنیتي وضعیت تر اروزولو وروسته د امنیتي پوستو د پياوړتیا او د افغان ځواکونو د تجهیز اصلاحي طرحه تصویب شوې ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیت شورا اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د ټول هېواد قول اردوګانې باید شدید احضارات ونیسي او له نوې طرحې سره سم دې د پوستو د پیاوړتیا او د ګواښونو د دفعه کولو په برخه کې عملي اقدامات وکړي. امنیت شورا دغه راز په ناامنه سیمو کې په ځانګړو عملیاتو کې د ملکي خلکو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.