د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي وسله والو طالبانو د دغه ولایت لښګرګاه ته څېرمه د باباجي سیمه نیولې ده. خلک وايي سلګونه وسله وال په نوبتي ډول له بېلا بېلو سیمو پر لښګرګاه برید ته چمتوالی نیسي او تر باباجي ورسته چانجیر او بیا بولان د طالبانو موخې دي، چې ددې سیمو په نیولو سره غواړي لښګرګاه ښار ونیسي. په هلمند کې یوې حکومتي سرچینې هم منلې چې وسله والو باباجي سیمه نیولې او امنیتي ځواکونو شاتګ کړی دی. په همدې حال کې ویل کېږي چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هلمند ته رسېدلی چې د لښګرګاه د سقوط مخه ونیسي.