غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65227
محمدعلي عمري
دخبریدو نیټه : 2015-10-21

چـــــي ځواني تېره شي پرتا  بیا به په څه نازیږې
وخت به درکړوپه کاندي ملا بیا به په څه نازیږې

دښکلا تخت دې نڅــــــوي راتــــــه بخیلي کیسي
 نه به یې ټول عمــــــــر باچا بیا به په څه نازیږې


لـــــه سره ګلابه خودې وړې ده سرخي شونډوته
شه خـــــــــو یوځلې په خندا بیا به په څه نازیږې

اوس خودې هرڅوک خریداردئ که بازارراپرېووت
څوک بـــــه دې وانخلې  سودا بیا به په څه نازیږې


هغه ځوانان چي پرلارناست دي  تاته ګوري ګوري
ټـــــــــــول سره ووایي واه واه بیا به په څه نازیږې


داعمــــــري درتــــــه خبري کـــــــړي دنن دیارۍ
سبا بـــــه بوج یې پرهــــرچا بیا به  په څه نازیږې


مسلم باغ