یاد دي پر زړه لکه کاږه باڼه
سترګي مي نه رپي پراته باڼه
نور دي په یاد سندره نه وایم
اوښکي مي راغلې پر لیمه باڼه
سنګار هم راته بلا غوندي سو
نوسي چي وروړمه خاته باڼه
نور په ولا راته سترګګ مه کوه
تر زړه مي وخیژي تیره باڼه
داسي به کله وي چي زه او ته
وجود مي سي لکه اوبه باڼه
فال دي کاته هغه ریشتیا وختي
(نصیب) دي سوه دغه ښیښه باڼه