د سپینې ماڼۍ یوه ویاند اریک شولتز ویلي اسد هغه څوک دی چې د خپلو خلکو پر وړاندې یې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی او له هغه څخه تود هرکلی د روسیې د هغه هدف خلاف دی چې وايي په سوریه کې د سیاسي حل غوښتونکې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي بیا ویلي له اسد څخه د سوریې ملاتړ یوازې د جګړې د اوږدېدو لامل کېږي.