د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر وايي، له وړاندې په افغانستان کې د جګړې حالت ته چمتو وو، نو ځکه یې له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ. له بي بي سي سره په مرکه کې اتمر ویلي له طالبانو او پاکستان دواړو سره يې د سولې د خبرو بهير پيل کړی و، خو د ده په وینا تر اوسه یې د هغوی له اړخه ښه نیت نه دی لیدلی. ده ويلي داعش هم پاکستان کې پټنځايونه لري او د طالبانو په اړه یې وویل چې د کندوز جګړې دا په ډاګه کړه چې طالبان په افغانستان کې د بریا هېڅ فرصت نه لري.