د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر کمیسارۍ ډله ییز برید پای ته رسېدلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65239
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-21

د کندهار د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر کمیسارۍ د وسله والو مخالفينو په ډله ييز بريد کې ٤ تنه ځانمرګي او يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان شوي دي. د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي تېر ماښام د اوو بجو په شاوخوا کې يوه ځانمرګي چې پر موټر سايکل سپور و، د سپين بولدک ولسوالۍ د سرحدي پوليسو د کمېسارۍ له دروازې سره ځان ته چاودنه ورکړه. هغه زياته کړه، له چاودنې وروسته دری نور بريد کوونکي چې وسلې او چاودېدونکي توکي ورسره وو، ودانۍ ته ننوتل او له پوليسو سره په جګړه کې ښکېل شول. دى وايي، د شاوخوا دوه ساعته جګړې وروسته دری واړه ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي او بريد پاى ته رسېدلى دى. خپلواک وايي په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.