دروسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، د سوري حکومت له وسله والو مخالفینو سره خبرو ته چمتووالی ښوولی دی. پوتین ویلي د سوریې مشرتابه باید له خپلو وسله والو مخالفینو سره خبرو ته چمتووالی وښيي. دی وايي ولسمشر بشار الاسد د جوړجاړي خبرو ته چمتو دی. پوتین په دې اند دی چې د سوریې د کړکېچ یوه برخه ''کورنۍ سیاسي ستونزې دي''. د روسیې ولسمشر د اسد له سفر وروسته د سعودي له پاچا سلمان او د ترکیې له ولسمشر رجب طیب ایردووان سره هم تیلېفوني خبرې کړې دي