ځانمرګي برید د پاکستان په جیکب ښار کې ۱۸ کسان وژلي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 65243
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2015-10-23

د پاکستان په جیکب اباد ښار کې پر شیعه ګانو د عاشورا د مراسمو پر مهال ځانمرګی برید شوی چې له امله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي. امنیتي سرچینو ویلي په وژل شویو کې اته ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې له اتو تر ۱۵ کلونو دي. د ډېری ټپيانو چې اووه تنه په کې ماشومان دي روغتیايي وضعیت هم د اندېښنې وړ بلل شوی دی. د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف دغه برید غندلی دی.