په ننګرهار کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۶ وسله وال وژل شوي. امنیتي سرچینې وايي چې لومړنۍ بې پېلوټه الوتکې د جمعې په ورځ د ننګرهار په نازیان ولسوالۍ کې یو کور وویشت، شپږ وسله وال یې ووژل او کور یې ونړاوه. سرچینې وايي چې ټول وژل شوي کسان د داعش غړي دي. له دې وروسته یوې بلې بې پېلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت په بندر سیمه کې د سختدریځو یو پناهځای په نښه کړ. امنیتي سرچینې وايي چې بې پېلوټه الوتکې دغه پناهځای په دوو توغندو وویشت او د داعش۱۰ وسله وال یې ووژل.