افغان حکومت وايي شخړې د سولې په خبرو هوارېږي له همدې کبله د حکومت دروازې هر وخت د سولې خبرو لپاره خلاصې وې. د ولسمشر اشرف غني مرستيال وياند سيد ظفر هاشمي دا خبرې د امريکا او پاکستان د مشرانو د هغو څرګندونو په ځواب کې کړې چې له طالبانو يې غوښتي له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي. هغه زياته کړه، دولت له هغو افغانانو سره د سولې خبرې کوي چې وسله پر ځمکه ږدي، د پرديو د ګټو لپاره نه جنګېږي او د افغانستان شرايطو ته درناوى ولري. هاشمي يو ځل بيا له پاکستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې د هغو ترهګرو ډلو پر ضد اقدامات وکړي چې د افغانانو پر ضد ترهګريزې کړنې ترسره کوي .