د عاشورا په ورځ د وينې د ورکولو غوښتنه څو کاله مخکې د پخواني ولسمشر مرستيال کريم خليلي وکړه او له هغې ورځي وروسته په کرار کرار د محرم په مياشت کې د ماتم د مراسمو اصلي برخه وګرځېده.
اوس په کندهار کي د عاشورا د مراسمو پر مهال هر کال په زرونه سي سي وينه دولتي روغتون ته ورکول کيږي.
د کندهار د عامي روغتيا رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وايي چي د سږکال د عاشورا په ورځ يې ۳۳۰ خلطې وينه ټوله کړې ده.
پخلا وايي ، چي ۳۳۰ خلطي وينه چي ۱۶۵۰۰۰(يو لک او پنځه شپيته زره) سي سي کيږي د ميرويس روغتون د امام حسين (رض) بانک ته ورکول سوې ده.
د يادوني وړ ده چي ولسمشر غني هم د عاشورا د ورځي په مناسبت په خپل پيغام کي د ويني ورکولو سپارښتنه کړې ده.
همداراز دغه ورځ د قران کريم په ختمونو او ويناوو سره هم ولمانځل سوه .
د امام بارګاه ملا امام اغا نوري په خپلو خبرو کي دعاشورا د لسمي ورځي د درنښت او د کربلا د يښي په اړه تر معلوماتو وروسته د مسلمانو پر يووالي ټينګار وکړ.
د دغو مراسمو لپاره په کندهار کي سخت امنيتي تدابير نيول سوي وه.